اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د اطلاع??ت او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي عدالت ته وئيلي شوې كه نواز شریف ته ضمانت ورنكړ?? شو نو د هغه ژوزند ته خطر پیښ دے ، (ن) لیګ عمر له دروغ وائي ، بايد عدالتونه د دغې نوټس واخلي، 1947ء نه تر 2008ء د پاکستان مجموعي بهرنۍ پور 37 اربه ډالره وه، 2008ء نه تر 2018 بهرنۍ قرض 97 اربه ډالره ته رسيدلې۔ ده د نهې پھ ورځ پھ خپل ټويټ كښې وئيلي د ایمبولینس په ځائې فضل الرحمان هلته رسيدلې او میاں صاحب له سیاسی آکسیجن وركوي۔ ده ووئيل 1947ء نه تر 2008ء د پاکستان مجموعي بهرنۍ قرض 37 اربه ډالره وه،په دغې روپو كښې اسلام آباد جوړ شوې ، تربیلا او منګلا بندو??ه جوړ شوي ، نیول بیسو??ه جوړ شوې ، پوځ له جدید وسله وركړ?? شوي ،ګوادر جوړ شوې ،موټروے جوړه شوې ٬ ده ووئېل سوال دا دے چې دا اوسنۍ 60 اربه ډالره چرته لاړې،آيا دا روپۍ دوه كورنيو خپلو كښې اوېشلې ؟ ۔ده ووئيل د حدیبیه فراډ ماډل دواړو كورنيو بيا بيا كارولې ، روپۍ د حواله او هنډۍ د لارې بهر لېږل?? شوي، جعلی اکاونټس او جعلی وګړي استعمال شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل نواز شریف او زرداری د دې ډرامې مرکزی کردارونه دي۔