اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د سټ??ټ بېنک آف پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ګل په ورځ يوه دستوره كښ?? د دې رېګولېشنز په باضابطه توګه اجراﺀ وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښ?? د خزانې وفاقي وزير سټ??ټ بېنك آف پاكستان ته په دې مهم پېشرفت مباركي وركړه۔ ده ووئيل معيشت كښ?? به بدلون د جدت ډیجیټلائزېشن دې لارې ??خه راځي۔ ده ووئيل په عمومي توګه اولس د روايتي بېنكنګ نېټ ورك څخه بهر پاتې كېدل خپل ځان لپاره ګټور ګڼي ولې د الېکټرانک منی ټرانسفر په ډول خذماتو او آسانيو څخه استفادې له به خلق اوس په ډیجیټل نېټ ورک كښ?? شاملېږي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت د نورو مسئلو سره سره د اشرافيه هم ښكار پاتې شوې دې۔ د ادائیګو او وصولو الېکټرانک نظام د معيشت بنيادي برخه جوړېدې شي۔ په دې لړ كښ?? به د منی ټرانزېکشنز مانیټرنګ فعاله نظام ته هم اړتيا وي دغسې چې د دې د ناوړه كارولو مخنيوي وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ د ټېكنالوجي او دې سره تړلو نورو څانګو كښ?? د نړۍ څخه وړاندې نه ډېر وروستو يؤ۔ مونږ له به دې لړ كښ?? پرله پسې وړاندې تلل وي او جدت له به د خپل بېنكنګ نظام پرانستل وي۔ دې څخه وړاندې د سټ??ټ بېنك دوهم ګورنر جمیل احمد د ای منی انسټی ټیوشنز رېګولیشنز په اهميت او مقاصدو رڼا واچوله۔ په دې مهال د سټ??ټ بېنک ډائرېکټر پېمنټ سسټم سهېل جبار د ای اېم آئی رېګولېشنز په اړه بشپړه پرېزنټېشن وړاندې كړو