اسلام آباد 28 فروري (اے پې پي) د قامي روغتيا وفاقي ??زي?? عامر محمود کیاني د پمز روغتون دوره ك??لو سره د پاكستان او هند تاو تريخوالې له مخې د هر ډول بېړني صورتحال مخنيوي لپاره د پورته كړو اقداماتو جاج اخستې شوې?? په دې موقع د صحت ??زي?? ته په ټ??لو اقداماتو بريفنګ وركړې شو ٬ د بيړني صورتحال مخنيوي لپاره پمز روغتون كښې كنټرول روم جوړ كړې شوې٬ وارډز كښې په بېړنو بنيادونو بېډز باوري ك??لو لپاره امر او د اېمرجنسۍ په صورت بلډ بېنك كښې د وينې وركول به باوري كولې شي۔ د بریفنګ په مهال د روغتون د اېګزېكټو بورډ غونډه كښې د پرېكړو نه هم وفاقي ??زي?? ته ووئيل شول د پمز روغتون نوې اېمرجنسي وداني به بېړنۍ وضعه كښې د وارډ په توګه به كارولې شي ٬ وفاقي ??زي?? ته ووئيل شول د روغتون د ټولې عملې رخصتۍ منسوخ كړې شوې او د هر ډول بېړنې حالت په صورت به د نرسز او پېراميډكل سټاف شتوالې باورې كولې شي۔