اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ د كشمير مسئله ??وه سيمه ايزه شخړه نه ده ٬ د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے٬ د پاكستان پارلمېنټ د كشمير مسئلې په سولييز ډول ?? حل كولو عزم لري۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل په دې لړ كښې پارلېمنټ د كشمير مسئله د ملګرو ملت??نو د قرارداد??نو ترمخه حل كولو او هندي ځواك مقبوضه وادۍ كښې ظلم او بربريت څ??ه منع كولو له ??و شمېر قراردادونه منظور كړې دي۔ کشمیر كښې د طاقت كارولو سره د آزادۍ تحریك د پښو لاندې كېدې نه شي او نه په دې مسئله د پاكستان اصولي موقف بدلېدې شي٬ حکومت او اولس به د كشميريانو د خپلواكۍ حق له د دوئي د روانو هلو ځلو په هر فورم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري خپل پېغام كښې ووئيل کشمیر كښې د هند لخوا د طاقت په بنياد قبضه د نوې معاشرې د اخلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد ده۔ پاكستان د مظلوم كشميري اولس آو??ز دې او د مصيبت په هره ګړۍ كښې به دوئي سره وي