اسلا?? آباد 15 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت به د چين سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركول?? لپاره ګامونه پورته كوي٬ د كركيلې په اړه جائنټ وېن??رز او بزنس ټو بزنس ??وابطو ته وده وركوٶ٬ د اتم جے سي سي په موقع د تفاهم ??ه يادښتونو لاسليك سره به د سي پېك صنعتي مرسته وده ومومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د چين سفير یاؤ جنګ سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو او د سي پېك د بېلا بېلو منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو٬ د چين سفير د سي پېك اتم جے سي سي په كاميابۍ كولو وفاقي وزير ته پېرزونئې وړاندې كړې۔ د ملاقات په مهال د سي پېك له مخې جوائنټ وېن??رز او د پاكستان برآمدات زياتول?? لپاره په اقداماتو روانو ساتلو سلا راغله۔ په دې موقع 2019 د صنعتي ٬ سماجي ٬ معاشي او د زرعي مرستې كال وګرځولې شو۔ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت به د چين سرمايه كارو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركول?? لپاره ګامونه پورته كوي٬ د كركيلې په څانګه كښې جائنټ وېن??رز او بزنس ټو بزنس ??وابطو ته وده وركوٶ۔ د چين سفير ووئيل د جے سي سي په توسط سره د هدفونو ترلاسه كول?? لپاره سي پېك ته د پراختيا وركولو عمل ممكن شوې٬ سرمايه كار?? لپاره د پاكستاني حكومت هڅې د ستائنې وړ دي۔ د چين سفير ياٶ جنګ ووئيل په لويه شمېره د چين سرمايه كار ډېر زر د پاكستان دوره كوٶنكي دي چې ورسره به دوه اړخيزه معاشي مرسته لا قوي شي۔