اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر ??و دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوري ډاكټر عارف الرحمان علوي ته د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركي وركړې ده ۔د نهې په ورځ سپيكر ??و دوهم سپيكر د مباركۍ په جلا جلا پېغامونو كښې ډاكټر عارف الرحمان علوي ته د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې په كاميابي ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د هغه د اولس مشر په حېث ټاكلې كېدل د هغه پ?? زيركتيا او صلاحيتونو د قامي اسمبلۍ سېنېټ او څلور واړو صوبو د اسمبلو غړو د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل د نوي صدر ټاكنه ??و د يو جمهوري حكومت بل جمهوري حكومت ته د اقتدار په سوله ايزه ډول منتقل كېدل يو مهم پېشرفت دے٬دې سره به هېواد كښې جمه??ري?? مضبوط شي۔دوي هيله ول??له چې عارف الرحمان علوي به د اولسي نمائندګانو هيلې ترسره كړي