اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د شويو ټ??لټ??كنو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو نه پس د تحريك انصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فواد چوهدري خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په قومي ستونزو اپوزيشن ځان سره م?? په وړاندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ګډه كار ونه كړي نو نظام به م??تحكم نه شي۔ ده ووئيل چې د شهباز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ??وندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره هم ملاقات كوي۔ د ټ??لټ??كنو په اړه به د اپوزيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې تحريك انصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ??وندونو په م??وره م?? په وړاندې تلل وشي٬ تحريك انصاف په ټ??لټ??كنو كښې د اپوزيشن د اندېښنو په اورېدلو هم خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خ??ك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فواد چوهدري او نور شامل وو۔