اسلام آباد ۔ 2 مئی (اے ??ی پی) د كينيا خارج?? وزيرې ډاكټر مونيكا جما خارجه دفتر كښې خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره ملاقات كړے۔ د شورؤ په ورځ د خارجه دفتر ترمخه د مئي په اولنۍ نېټه شوي دې ملاقات كښې د خبرو په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول د دوه اړخيزه تجارت ??ه زياتولو او ددواړو هېوادونو اولس ترمينځه رابطو ته وده وركولو له په بېلو ګامونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د کینیا خارج?? وزيرې ډاكټر مونيكا په دې خبره زور راوړو چې دواړه هېوادونه بايد د كركيلې ، فارماسیوټیکلز، یوتھ ډوېلپمنټ او د دفاع مرستې په ډول د شريكې خوښې په څانګو كښې كار وكړي۔ دوئي ووئيل دوه اړخيزه اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له په شريكه مرسته اډانه لوظنامو ته اړتيا ده۔ خارج?? وزيرې خارجه سېكترې ته د ختيځ افريقې امنيتي صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔ بلخوا خارجه سېكترې تهمينه جمنجوعه د كينيا خارج?? وزيره ګ??ونډي هېوادونو سره د خپلو اړيكو او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال څخه خبر كړه۔ خارج?? وزيره ډاكټر مونيكا جما د كينيا اولس مشر خاص استازې په حېث د پاكستان دوره كوي۔ دې څخه وړاندې دې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات وكړو او ده ته ئې د كينيا اولس مشر لخوا د كينيا دورې بلنه وركړه