اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) د دفاع وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان ?? پولینډ د قامی دفاع وزير په بلنه پولینډ ته تللې دے ، وارسا ته په رسيدو ?? پولینډ اعلیٰ چارواكو او د پاكستان سفیر د دفاع وزیر خرم دستګیر هركلې وكړو۔ وارسا څخه ترلاس?? شوې پیغام له مخې د دفاع وزير خرم دستګیر خان ?? پولش د دفاع وزارت ته په رسيدو ?? پولینډ د دفاع وزیر ماری سوز بلاسزیزك د هغه هركلې كړے۔ په دې مهال د دواړه هېوادونو قامی سرودونه وغږولې شول، د دفاع وزير خرم دستګیر خان ته ?? پولینډ د وسله والو ځواكونو ډلو ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دواړه وزيرانو يو په يو او د پلاوي هم ملاقات كړے۔ د دواړه اړخه د پاكستان او پولینډ ترمينځه په موجوده دفاعی مرسته خبرې شوې۔ دوي د ملاقات په مهال د خپلو اړوندو سيمو كښې د سلامتیا په وضعه او په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ بلاسزیزك ووئيل پولینډ پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دې اړيكو ته لا پرا??تي?? وركولو له خوښې لري۔ انجینئر خرم دستګیر خان ?? پولینډ اعلیٰ چارواكي پاكستان كښې د اقتصادی پرمختګ ، جمهوری استحكام او ترهه ګرۍ مخنيوي له د لويو كامیابیو نه خبر كړل۔ ?? پولینډ د دفاع وزير ماری یوسز بلاسنریزك د خرم دستګیر د اړخه د پاكستان دورې بلنه هم قبوله كړه۔ انجینئر خرم دستګیر خان دې نه پس د نامعلومه سپاهیانو په اديره د ګلونو څادر وغوړولو او وارسا كښې د جوړ عجائب ګھر څارنه ئې وكړه۔