اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) داخله وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ ٬ توان او معيشت ستونزو هوارولو سره سره د ټېكنالوجي او علم په څانګه كښې هم بنيادي ګامونه پورته كړي دي د كومو اثرات به چې راتلونكي وخت كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل پاكس??ان اوس د ټېک آف پوزیشن كښې دې۔ د مايوسۍ خبرې بايد ونكړې شي۔ په كال 2013ء كښې چې كوم هېواد د نړۍ تر ټولو خطرناګ هېواد ګرځولې شو هغه نن د آسيا يو رامخې ته كېدونكې معيشت منلې شي۔ د جمعې په ورځ نسټ پوهنتون كښې د نېشنل سېنټر آف آرټیفشل ا??ټې??ېجنس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وف??قي وزير ووئيل زمونږ په وخت كښې د سلېټ او تختۍ زمانه وه كومه چې ختمه شوې۔ اوس ټیبلټ او فور جی د هغې ځائې نيولې۔ د پېن لټرېسی په ځائې کمپیوټر لټرېسي راغلې۔ شل دېرش كاله وړاندې چې كوم معلومات په كتابتونونو كښې وو هغه د سمارټ فونز په شكل كښې زمونږ په جېبونو كښې دي۔ ده ووئيل د بده مرغه سائنسي ايجاداتو كښې مونږ ډېر وروستو پاتې شوې يو۔ نن په مسلمانانو كښې سائنسدانان په نظر نه راځي۔ ده ووئيل كه مونږ په سائنس او ټیکنالوجۍ كښې غلبه ترلاسه كړو نو نړۍ كښې بيا څوك زمونږ د سپكاوي جراﺀت كولې نه شي۔ ده ووئيل د ابن خلدون، بو ??لی سینا، رازی او ابن الهېشم په شان مسلمان سائنسدانان اوس نه پېدا كېږي۔ وف??قي وزير ووئيل لوئے څښتن مونږ ته د مشاهدې ٬ تدبر او تفكر بلنه راكړې ولې چې د كائنات په نظام پوهېدل لوئي څښتن ته درسېدو سوب ګرځي۔ ده ووئيل د مشرف په دور كښې ماته مدينه منوره كښې د كار كولو موقع ترلاسه شوه نو ما وليدل چې حرم شريف كښې د موبائل فون د لارې به د عكس اخستونكو موبائل ضط كولې شو۔ نن داسې نه ده۔ وف??قي وزير ووئيل مونږ 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړه۔ معيشت مو مخ په وړاندې بوتلې۔ ده ووئيل هره ضلع كښې به د پوهنتون كېمپس جوړولې شي دغسې چې د لرې پرتو سيمو زلمو ته هم د ا??لی تعليم ترلاسه كولو موقع په لاس ورشي۔ ده ووئيل د امريكا په پوهنتونونو كښې د چين 3 لکهھ او د هند د 150 زره څخه زيات كوچنيان زده كړې ترلاسه كوي۔ د پاكس??ان د بچو شمېره 5 زره 6 ده۔ ده ووئيل چین څخه تر پاكس??ان انفارمېشن هائی وے جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ پیور ریسرچ نه بلكې اپلائیډ ریسرچ ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل دې سېنټر جوړېدو سره به د آرټیفشل انټیلیجنس څانګه ډېره وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټېكنالوجي نوې څانګو څخه استفاده كول وي او زلمو ته هم دا موقعې بايد وركړې شي۔ وف??قي وزير ووئيل 100 زره زلمو ته به آئي ټي سېكټر كښی تربيه وركړې شي۔ دستورې ته د نسټ روغتون رېکټر لېفټېننټ جنرل (ر) نوید زمان ووئيل نېشنل سینټر آف آرټیفشل انټیلیجنس به پاکس??ان كښې د ټیکنالوجیکل اېنونسمنټ مركز وي۔ وروستو وف??قي وزير نسټ كښې د تيار كړې شوي نوي وهیل چیئر، روبوټس او د میډیکل ډیوائسز هم معائنه وكړه۔ داخله وزير د سېنټر پرانسته وكړه۔ په دې مهال د بېلو پوهنتونونو وائس چانسلران او د اېچ ای سی او پلاننګ کمېشن مشران چارواكي هم موجود وو