اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي)د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)حكومت انتهاخوښي او ترهه ګري ختمه كړې٬د ترهه ګرو ملا ماته كړی شوې٬د هېواد معيشت د پرمختګ په لاره روان شوې٬په هېواد كښې كاروبار وده كړې٬محصولات زيات شوي٬زمونږ په څلور كلنه دو?? كښې معيشت پرمختګ كړی٬د جي ډي پي شرح 5 فيصد ته رسېدلې٬په دې كښې دوه فيصده اضافه ډېره د ستائنې وړ ده٬روان كال به دا 6 فيصد ته ورسي٬د تعليم په څانګه كښې زمونږ د اقداماتو په نتيجه كښې بهتري راغلې٬پي اېچ ډي لپاره وظيفې په رېكارډ كچه زياتې شوې ٬چين٬امريكې٬روس او برتانيې ??ره د ايجوكېشن ايكسچېنج پروګرام له مخې لوظ نامې شوي دي۔ده دا خبرې د جم??ې په ورځ په پي آئي ډي كښې د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعيل او د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل ??ره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پھ هېواد كښې صنعت٬او نورې پیداواري يونټې په تندۍ ??ره پرمختګ كوي٬نړيوالو ادارو اعتراف كړی چې د پاكستان د اقتصادي پرمختګ اشاريې مثبتې دي۔ده ووئيل د صنعتي پرمختګ په نتيجه كښې درآمدات زيات شوي۔د پلانټ او مشينرۍ په څانګو كښې په تندۍ ??ره سرمايه كاري كېږي۔ده ووئيل ځينې خلق مثبت اقتصادي اړخونو ته هم منفي رنګ وركوي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان د اقتصادي پرمختګ په رفتا?? كښې په نړۍ كښې پنځم لمبر ته راغلې۔ده ووئيل سي پېك به پاكستان د منطقې د تجارت او معاش مركز جوړ شوې٬د يو نيم نه تر دوو كلونو پورې به د پیښور كراچۍ موټروے جوړه شي۔ده ووئيل د كوئټھ او ګوادر سفر مو د دوو ورځو نه 8 ساعتو ته راوستې٬سي پیك مانسهرې ??ره ??ره چترال ??ره هم تړلې كېږي٬ ده ووئېل د منډه بند په پروژه مو كار پېل كړې٬د لواري ټنل پروژه تر??ره شوه٬كچي كنال تر??ره شو۔ده ووئيل د 2025 په پرمختيائي ايجنډا په كاميابۍ ??ره عمل روان دے۔وفاقې وزير ووئيل نړيوالې ادارې وائي چې كه د پرمختګ دا رفتار په ځاې وساتلې شي نو تر 2030 به پاكستان د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې وشمېرلې شي۔ده ووئيل په كال 2013 كښې د بجټ خساره 8.2 فيصد وه٬دا خساره به روان كال 5.2 فيصد وي۔ده ووئيل د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام مو لس كهرب ته رسولې دے