اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی) د اردن باچا عبدالله د پا??ست??ن دوه ورځنې سركاري دورې ترسره كولو نه پس ستون شو٬ وزيراعظم شاهد خاقان عب??سي هغه د نورخان په هوائي اډه رخصت كړو۔ په دې موقع د دفاع وزير خرم دستګير خان او نور اعلٰي سول او پوځي چارواكي هم موجود وو۔ د ستنېدو څخه وړاندې د اردن باچا په نور خان هوائي اډه د جے اېف 17 تهنډر پياوړې فضائي مظاهره هم وكتله۔ د خپلې دوه ورځنې سركاري دورې په مهال د اردن باچا عبدالله اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم شاهد خاقان عب??سي سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل