ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د موټرو جوړلو کمپنۍ ??ین??لټ۔نسان له پھ پاکستان كښې د سرمایه کارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان به تر 2023ء په كلنه توګه د 5 لکھ موټرو مارکیټ جوړ شي?? ده د ??ین??لټ۔نسان چیئرمېن کارلوس ګھوسن سره خبرې اترې كولې ،چا چې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع ډیووس كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل ??ین??لټ۔نسان پاکستان كښې دې د سرمایه کارۍ جاج واخلي ٬??ین??لټ، کِیا، ??ند??ئی او نورې د موټرو جوړلو کمپنۍ د پاکستان مارکیټ ته ننوځي چرته چې ټویوټا، هنډا او سوزوکی وړاندې څخه كار كوي، ??ین??لټ۔نسان دې پاکستان كښې د خپلې سرمایه کارۍ كولو جاج واخلي۔ په دې مهال کارلوس ګھوسن د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل ??ین??لټ به خپل جدید مصنوعات او ټیکنالوجی پاکستان ته راوړي۔ ده ووئيل پاکستان د كال 3 لکھ موټر یونټس مارکیټ لرې چرته چې آټو موبائلز او آټو پارټس لپاره پراخه ګنجائش شته۔ په دې موقع د نېشنل هیلتھ سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ، د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې دوهمه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ۔