اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د جاپان خارجه وزير تارو کونو به (نن) د شورو په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته رارسي۔ د جاپان خارجه وزير به د پاكستان خپل همڅنګ خواجه محمد آص?? سره د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو ??ار?? خبرې اترې كوي۔ د جاپان خارجه وزیر به وزیر اعظم شاهد خا??ان عباسي سره هم د خېر سګالۍ ملاقات كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ په كال 1952 كښې سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس تر اوسه سياسي٬ اقتصادي٬ تجارتي او په نورو څانګو كښې د پاك جاپان په اړيكو كښې مثبت پېشرفت كېږي٬ د لوړې كچې د پلاويو تګ راتګ د دې مهمه برخه ده۔ د دوه اړخيزه اعلٰې كچ تبادلو د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ د جاپان د خارجه وزير تارو كونو اوسنۍ دوره به د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو لپاره مرستياله وګرځي۔