لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كمېټې چيئرمېن مشاهد حس??ن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دن??ه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بي??ه ده۔ د?? دا خبرې د خالي په و??ځ د كمېټې نورو غړو سره يو ځائ په ننكانه صاحب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد حس??ن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په و??ت په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې كمېټي به په خپله ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په و??ت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان پروا ئې ونه كړه او خپله و??يفه ئې ترسره كړه٬ هغه د وسله و??لو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د كمېټې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس كمېټې د ګوردواره جنم است??ان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د دوي تود هركلې وكړو۔