اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن په روژه كښې د بركتي كېفيات څخه ګټه پورته كولو سره په ټولنه كښې د باور٬ روادارۍ او سپېځلي طرز عمل زياتولو په حاجت زور راوړے دے ٬ د روژې مياشت د امن ٬ سلامتيا٬ مينې٬ ورورولۍ او د غمژنو ??نس??نانو ضرورتونه ترسره كولو ٬ په ټولنه كښې انصاف ته وده وركولو او اولس سره د يو ډول طرز عمل خپلولو تربيه ده۔ اولس مشر دا خبرې د روژې مباركي په پېل كښې د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړې۔ اولس مشر د نېكو هيلو سره د روژې مياشت په راتللو د ګردې نړۍ مسلمانانو او په خاص توګه پاكستاني اولس له د زړه د كومي مباركي وركولو سره ووئيل د اسلام هر عبادت د ??نس??ن د تربيې او تزكيې سوب جوړېږي كوم چې د نمائش نه غېر د ??نس??ن روحاني پاكوالې او د لوي څښتن د رضا او خوشحالۍ بهترينه ذريعه جوړېږي۔ ده ووئيل په دې مياشت كښې د لوګې تندې د لارې ??نس??ن چرته چې د بې وزله ٬ مسكينانو او يتمانو د مسائلو احساس لرل مقصود دي هلته يو مقصد دا هم دے چې په معاشي او غېر معاشي په هره كچه انصاف وكړې شي دغسې چې په ټولنه كښې توازن پېدا كولو سره د خرابۍ لاره ونيولې شي ځكه چې كه د انصاف په معاملو كښې كه د خوښې نا خوښې رويه وساتلې شي نو د دې په نتيجه كښې ټولنه انتشار (اړي ګړي) سره مخ كېږي۔ اولس مشر ووئيل د هېواد د ټولو نه لويه مسئله هم دا ده او دې لپاره ضروري ده چې د روژې په دې ورځو شپو ??ښې د بركتي كېفيات نه ګټه پورته كولو سره په ټولنه كښې د باور ٬ روادارۍ او سپېځلي طرز عمل ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل بايد معمولي خفګان او د ذ??تي مفاد په ??اط?? د خوږ هېواد او اسلامي نړۍ عظيم مقاصد په داٶ ونه لګولې شي او د روژې غوندې د عظيم روحاني عبادت په سوب د پېد?? شوي غوره كېفياتو اطلاق پخپل ذ??تي ژوند د نافذولو سره په قامي ژوند هم دا لاګو كړې شي دغسې چې په خوږ هېواد كښې امن او استحكام راتللو سره د پرمختګ لار ونيولې شي۔ ده ووئيل د روژې مياشت بدني عبادت سره سره د ايثار او قربانۍ مطالبه هم كوي او مسلمانان د لوي څښتن په دې خوښه د بې وسو او مظلومانو طبقاتو لپاره د مثالي ايثار څرګندونه كوي۔ اولس مشر ممون حسېن هيله څرګنده كړه چې اهل اسلام به د خپل زكوٰة خېرات او صدقاتو د وېش په وخت د خپلو مينه والو سره د نړۍ مظلومان هم ياد وس??تي كوم چې د جنګونو او ابدامنۍ په سوب يو شمېر پېچلو مسئلو سره مخ دي۔ ده دعا وكړه چې د روژې دا مياشت زمونږ په ذ??تي ژوند كښې د ښه والي سره ګرده نړۍ او په خاص توګه پاكستان كښې د امن٬ سلامتيا ٫ مېنې او روادارۍ د ودې سوب وګرځي