اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) پاکستان د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود خالد خراساني نامه د ??ره??رو په لسټ كښې په نه شاملولو د ملګرو ملتونو په پرېكړه د مايوسۍ څرګندونه كولو سر?? وئيلي دي دې سر?? د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوے ٬ د ملګرو ملتونو پرېكړه د ??ره??رۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي ده٬ ملګرو ملتونو كښې به د خالد خراساني معامله بيا پورته كوٶ٬ نړيواله ورورولي دي د كشمير كشالې سپېځلې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ د خپلواكۍ حق جائزو هلو ځلو له به د كشميريانو ملاتړ دوامداره ساتو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ?? خبرلانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سر?? ووئيل د ملګرو ملتونو په سېكيورټي كونسل كښې د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود عمر خالد خراساني نامه د ??ره??رو په فهرست كښې په نه شاملولو مايوسه شوې يو٬د د ??ره??رۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي شوې ۔ وياند ووئيل د لغوه ډلې د ??ره??رو لاسونه د بې ګناه پاكستانيانو په وينو رنګ دي۔ وياند ووئيل پرېكړې څخه د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوې او د ??ره??رۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د قربانيو نفي شوې۔ د كشمير پحقله وياند ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي٬ هند كله هم د كشميريانو حوصلې له ماتې نشي وركولې٬ د كشمير كشاله د كشميريانو د خپلواكۍ حق سر?? هوارېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان هند سر?? د كشمير پشمول په ټولو تصفيه طلب معاملو خبرو اترو له چمتو دے۔ وياند په نړيوالې ورورولې ټېنګار وكړو چې ھغويې كشميري اولس سر?? لوظونه عملي كولو سر?? د كشمير د اوږدې مودې شخړه هوارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وياند ووئيل د مئي په 6مه نيټه ډهاكه كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې په متفقه توګه د شخړيز كشمير كشالې پحقله 5 قراردادونه منظور كړې شول٬ قراردادونه د جمو او كشمير په شخړه٬ د پاك هند سوله ايزو خبرو اترو٬ هند كښې د مذهبي ځايونو په تحفظ٬ د او آئي سي غېر جانبداره هيومن رائټس كمېشن په جوړولو او شخړيزو سيمو يا هېواد كښې د او آئي سي او د مسلم كميونټي ترمېنځه اقتصادي مرستې پشمول وو۔ د پي ټي اېم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل نړۍ كښې چرته هم كډوالو ته د سياسي هلو ځلو اجازه نه وي٬ په پاکستان كښې هم دغه قانون لاګو دے۔ د پاك امريكې اړيكو پحقله وياند ووئيل روسيې سر?? زمونږ اړيكې په ښه كېدو دي خو امريكې او ناټو سر?? هم زمونږ اړيكې ښې دي۔ وياند ووئيل امريكې سر?? په ټولو موضوعاتو خبرې روانې دي۔ د هند په او آئي سي كښې د مبصر په حېث د شاملېدو تجويز پحقله وياند ووئيل دا معامله كله هم د او آئي سي په اېجنډا شامل نه وه ۔