اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سیّد خورشید احمد شاہ وئيلي دي د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله به د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د د نهې په ورځ ملاقات كوم، تر اوسه مخالفو ګوندونو د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره كومه نامه نه ده ور??ړې، مونږ به د ګوند غونډې نه پس د لنډ مهاله وزيراعظم نامه وړاندې كوو، بايد د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كې??ود??ې شي، پارلمان دې خپله د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي۔ د ګل په ورځ پارلمان كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې لنډ مهاله حکومت كښې د ښو كسانو نامې وړاندې كړې شي ځكه چې د راروانو ټو??ټاكنو ټو?? انحصار به په لنډ مهاله وزیراعظم وي، دې لپاره به هڅه كولې شي چې ښه كس لنډ مهاله وزیراعظم جوړ كړې شي۔ده ووئيل هڅه كوو چې د مئی په وړومبۍ اوونۍ كښې د لنډ مهاله وزیراعظم په اړه باضابطه مشاورت پيل شي۔ خورشيد شاه ووئيل بايد د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كې??ود??ې شي، كه داسې ونه شوه نو مونږ به سترې محكمې ته رجوع كوو۔ ده ووئيل پخوانې هوائي ميدان به هوائي ځواك ته وسپارلې شي، بايد د ټو??و ادارو احترام وكړې شي ، ده ووئېل پارلمان خپه د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي، كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي، دغسې به د شريك احترام د لارې کامیاب جمهوریت ممکن كيدې شي۔