اسلام آباد 03 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکس??ان كښې به چا له د عدم استحكام او اړي ګړي پېدا كولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكس??ان د ترهګرۍ ملا ماته كړې او د معاشي پرمختګ مزل ئې پېل كړې ٬ پاكس??ان يو خوداره او باعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو٬ د پاکس??ان نه زيات څوك په افغانس??ان كښې د امن خوښي نه لري٬ د امريكائي اولس مشر ټرمپ بيان د پاكستاني قام قربانيو سره ټوقې دي٬ پاكس??ان كه په افغانس??ان كښې د پاللو ترهه ګرو مقابله نه وه كړې نو دا به ټولې منقطې لپاره خطر ٶ٬ امريكا دې ځان پوهه كړي ازغي ھغوي كرلي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دهرنو او د مظاهرو مخنيوي لپاره د جوړ كړې اېنټي رائيټ فورس د تربيې بشپړېدو نه پس په دې لړ كښې د پوليس په مركزي دفتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده وو??يل د كال 2014 د دهرنو نه پس پوليس ته دا ډول فورس جوړولو امر شوے ٶ۔ ده وو??يل د سياسي بدلون له امله د دا??له وزارت ذمه واري ما ته لنډې مودې لپاره ترلاسه شوې خو ولې بيا هم مې پوليسنګ جديدولو لپاره كار پېل كړې۔ وفاقي وزير وو??يل اسلام آباد پوليس په لږه موده كښې ډېره تربيه ترلاسه كړې ٬ د اسلام آباد پوليس ھغې كچې ته راوستل غواړو چې ھغه نورو صوبو ته تربيه وركوللې شي او مثالي جوړ كړي۔ده وو??يل د نېشنل اېكشن پلان له مخې رېپډ رسپانس فورس هم جوړ كړې شو كوم چې صوبو كښې خپل كردار لوبوي او په راتلونكې اونۍ كښې به د دې وړومبۍ ډله اسلام آباد كښې هم كار پېل كړي او د بلې ډلې تربيه روانه ده او دوه مياشتې به هغه هم كار پېل كړي۔ ده وو??يل اسلام آباد پولیس له جدیده ټېکنالوجي وركولو لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده وو??يل په سېف سټي پروژه په اربونو روپۍ لګولې شوې خو ھغه بشپړه نه ٶه او د ملازمانو د كمي له امله يوازې تر مانيټرنګ سېل محدود وه خو مونږ ملازمانو برابر كړه او دې پروژې ته مو پراختيا وركړه۔ ده وو??ېل پاکس??ان كښې به چا ته د عدم استحكام او اړي ګړي خپورولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكس??ان د ترهګرۍ ملا ماتولو سره د معاشي پرمختګ مزل پېل كړې ٬ پاكستانے يو خوداره او باعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو۔ ده وو??يل پاکس??ان نه زيات څوك په افغانس??ان كښې د امن خوښي لرونكې بل هېواد نشته۔