اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د ميانمر سفير يوون منټ خارجه دفتر ته د خالي په ورځ وغوښتلے شو او ده ته د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د روهنګيا مسلمانا??و په ضد په روان تشدد سخت احتجاج وكړے شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د ميانمر سفير يوون منټ راوبللو او د روهنګيا مسلمانا??و په ضد ئې د تشدد مخنيوي له د فعاله ګامو??و پورته كولو٬ دوئي ته د امنيت وركولو او دوئي ته په آزادۍ س??ه د تګ راتګ حقونو وركولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه سېكترې د ميانمر حكومت ته ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د روهنګيا مسلمانا??و په ضد د روان تشدد پلټنې وكړي او د انسانيت سوز دې پېښو كښې كك?? كسان دے انصاف سره مخ كړي۔ د مسئلې غوره حل لپا??ه دې د كوفي عنان كمېشن په سفارشاتو عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې سفارشاتو كښې د تشدد فوري مخنيوې ٬ امن په ځائې كول ٬ مصالحت ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسنه او د شهريت مسئلې شامل دي ۔ د ميانمر سفير خارجه سېكتر ته باور و??كړو چې هغه به خپل حكومت د پاكستاني حكومت او اولس تحفظاتو څخه خبر كړي۔